الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخواه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي

25 دلو 1401

9317.jpg (1820 × 1024)

د اقتصادي ودې په موخه، د دویمې ناحیې اړوند په نادرپښتون واټ کې د عامه ګډون کړنلارې پر بنسټ د ( سوداګرو ټولنې) له لوري او د چارو ادارې په مدیریت د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. تر اوسه د دغې ملي پروژې چارې، چې په (۹۳۶۱) متر مربع ځمکه په (۹) پوړونو کې د کابل ښاروالۍ د نقشې له مخې جوړېږي، (۵۰ ) سلنه پر مخ تللې دي.  د یاد مارکیټ په لاندنیو دوه پوړونو کې پارکینګ په پام کې نیول شوی دی، چې د (۱۸۰۰) موټرو د ودرېدو وړتیا لري او پورتني پوړونه یې د برښنایي توکو د پلور لپاره ځانکړي شوي دي د مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالي او خصوصي سکټور د خیرخواه سوداګریز مارکیټ د مالکیت حق لري. په یاد مارکیت کې د ښاري برښنا سربېره،د لمریزې برښنا، د خوندیتوب او اور وژنې وسایلو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي