د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پل سوخته سیمه کې د ښاري ښکلا پروګرام چارې روانې دي

25 دلو 1401

9319.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د روږدو کسانو، ښاري بې نظمیو او دکثافاتو  له شتون څخه د پل سوخته سیمې تر پاکولو وروسته، په یاده سیمه کې د ښاري ښکلا پروګرام د پلي کولو چارې پیل شوې دي، څو په دې ځای کې غوره بدلون رامنځته شي. د پل سوخته سیمې د ښکلا په چارو کې د یو شمېر ښاري تاسیساتو بیارغول،د کټارو رنګول او نورې برخې شاملې دي، چې د هوا له ښه کېدو سره سم به یې چارې بیا ځلي پېل شي. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ او ښاري ترانسپورټ د مسئولانو له لوري، د (۱۰۰۰) متره په اوږدوالي د دغه پله د کټارو رنګولو چارې روانې دي څه موده وړاندې د پله جدولونه رنګ شوي وو او ټاکل شوې ده د نیالګیو کینولو په موسم کې د یادې سیمې زرغونتیا، د نیالګیو او زینتي بوټو کینولو ته هم پاملرنه وشي