د لومړۍ ناحیې مسوولانو د چاپېریال ساتنې له پلوه ددې ناحیې په بازارونو کې د بیلابیلو اصنافو فعالیتونه وڅارل، چې په پایله کې یوشمیر سرغړوونکو ته له تادیب کیدو سربیره، د ښاري اصولو او مقرراتو په هکله سپارښتنې وشوې. د لومړۍ ناحیې رییس مولوي محمد عالم عاصم وويل، چې د دې ناحیې د بازارونو نظم هره ورځ څارل کېږي. د سړکونو او پلولارو پر وړاندې خنډونه پاکیږي، د موټرو او ګرځنده پلوروونکو خپلسري فعالیتونه، چې د عامه سړکونو او پلو لارو د بندیدو لامل کیږي تل تر څارنې لاندې دي. اوس مهال د لومړۍ ناحیې په بازارونوکې نظم ښه شوی او د ښاریانو تګ راتګ په موخه آسانتیاوې رامنځته شوې دي په دې ناحیه کې د ښاري نظم ساتل د مسئولانو لومړیتوب دی چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې څارل کیږي
د لومړۍ ناحیې بازارونه له ښاري بې نظمیو پاک شول
25 دلو 1401