د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د ډېر شمېر ښاریانو په ګډون د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

25 دلو 1401

9323.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ په پام کې نیولو ته د ښاریانو د هڅولو او د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د څوارلسمې ناحیې ( پغمان سیمې) له ګذر وکیلانو، ځوانانو او د یادې ناحیې د ډېر شمېر اوسېدونکو په ګډون د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ مرستیال د پغمان سیمې ګذر وکیلان د خپلو مسئولیتونو په سمه توګه ترسره کولو ته وهڅول او ویې ویل چې، ګذر وکیلان باید د غصب شویو ځمکو  د پېژندلو، زرغونتیا او د نیالګیو کینولو په برخو کې له کابل ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي او په دې برخه کې هیڅ ډول ناغیړي ونه کړي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد بیا له دا ډول غونډو څخه موخه ګډو او انفرادي مسئولیتونو ته د ښاریانو هڅول وبلل او ویې ویل چې، ټول باید د خپلې ټولنې پر وړاندې ځان مسئول وګڼو. په غونډه کې د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني، د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورای رئیس، د دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو استازو خبرې وکړې او د داسې غونډو له جوړېډو یې هرکلی وکړ