
د اوومې ناحیې د مسئولانو له لوري د بازارونو د څارنې په پایله کې، (۱۷۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولیږدول شول. په دغو توکو کې، شېدې، ملايي، نوشابه، چاکلیټ، وچ چای، پاپړ، صابون، د مینځلو مایع او یو شمېر لوډسپیکرونه، چې د غږیزې ککړتیا سبب ګرځیدلي وو، شامل دي. د اوومې ناحیې د چاپیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې مدیر محمد صدیق کاکړ وايي چې، د ښاریانو روغتیا ته د پاملرنې په موخه، تل د یادې ناحیې په بازارونو کې د خوراکي توکو له کیفیت او نېټې څخه څارنه کیږي. نوموړي له ښاریانو هیله وکړه چې، د پیرودلو پر وخت د توکو نیټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي. د څارنو په لړ کې د اصنافو په فعالیتونو کې د حفظ الصحې پام کې نیولو څخه هم څارنه وشوه او سرغړونکو ته وویل شول چې، په خپلو فعالیتونو کې ښاري اصول او قوانین په پام کې نیسي


