الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې اړوند ځیني سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلي شو

27 دلو 1401

9331.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون د نهمې ناحیې اړوند ددریم او څلورم مکرویانونو سیمې او د هوايي ډګر سړک د ښاري بې نظمیو  له شتون څخه پاک کړل. د نهمې ناحیې رییس حافظ حیات الله حیات په دې اړه وویل چې، غصب شوې شنې سیمې، ګلدانونه ، بند شوي سړکونه او پلې لارې له ښاري بې نظمیو  او خپلسرو تاسیساتو څخه پاک کړل شول، چې ورسره جوخت د سیمې به بڼه کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی. نوموړي زیاته کړه چې، په دې عملياتو کې هغه ګرځنده پلورونکي او لاسي کراچۍ، چې دعامه لارو د بندښت او د ښاري نظم د ګډوډکولو لامل ګرځیدلي وو، و لېږدول شول او په نږدې راتلونکي کې به بديلو سيمو کې تنظیم شي. د ښاري نظم کمیسیون چې، د بیلابیلو ادارو له استازو څخه جوړ دی، خپل عملیاتي پلان په بشپړې همغږۍ سره په بیلابیلو برخو کې د ښاري نظم د ښه والي  په موخه پلي کوي