الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سلواغې د ۲۶ مې نېټې، له افغانستان څخه د پخواني شوروي یرغلګرو د وتلو د کلیزي په مناسبت، د کابل ښاروال پیغام

27 دلو 1401

9333.jpg (2048 × 1153)

وَلا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لا تَشْعُرُونَ

د افغانستان مجاهد ولس ته د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ۲۶مې کلیزې د را رسیدو په مناسبت، مبارکي وایم. په همدې ورځ (د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه نیټه) د پخواني شوروي پوځیان، چې زموږ په خاوره یې یرغل کړی وو، د افغانستان مسلمان ملت د جهاد او مقاومت په پایله کې، له هېواد څخه وشړل شول. له دې ورځې څخه نمانځنه، په حقیقت کې د هغو اتلانو ویاړنو او سرښندنو ته درناوی دی، کوم چې د خپل هېواد، خاورې او ولس څخه د ساتنې په پار یې خپلې وینې تویې کړې، خپل سرونه قربان کړل، خو یرغلګر سره پوځ ته یې ماته ورکړه او هغوی یې په ګونډو کړل موږ د خپل هېواد په تاریخ کې دا ورځ نه ده هېره کړې او له لوی څښتن تعالی څخه د دې خاورې شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کوو موږ دا دعا کوو چې، د دې خاورې د شهیدانو د لوړ مقام په برکت، په هېواد کې د آبادۍ او هوساینې لپاره لا ډیره زمینه برابره شي