کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ،د اتمې ناحیې د یوویشتم ګذر اړوند د قلعچې صاحبزاده ګانو سیمې له مشرانو او د خلکو له استازو سره د دوی د سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته وویل، چې د جوړو شویو پروګرامونو او پلانونو په پلي کېدو سره به، شته سیمه ییزې ستونزې هوارې او د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته به د هوساینې او ټولنیزو آسانتیاوو زمینه برابره او د دې ادارې پروګرامونه او پلانونه به د سیمو د متوازنې پرمختیا او ستونزو ته د لومړیتوب ورکولو په اصولو سره طرحه او پلي شي. د کابل ښاروالۍ چارواکي هڅه کوي ترڅو په خپلو محدودو امکاناتو سره ښه ښاري خدمتونه وړاندې کړي
کابل ښاروال د اتمې ناحیې د یوویشتم ګذر له اوسیدونکو سره ولیدل
29 دلو 1401