الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرمحمداکبرخان او قلعه موسی تر منځ له نښلوونکي نوي جوړیدونکي سړک څخه د خنډونو او خاورو لرې کولو په موخه حشر ترسره شو

29 دلو 1401

9341.jpg (1820 × 1024)

د وزیرمحمد اکبر خان- قلعه موسی تر بی بی مهرو پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارو پیل کېدو په موخه، تېره ورځ (جمعه) د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د خنډونو پاکولو او خاورو لیږدولو حشر ترسره شو. دغه سړک د کابل ښار له مهمو سړکونو شمېرل کیږي، چې بېلابېلې سیمې یو له بل سره نښلوي. کابل ښاروالي د اقتصادي ودې او د کابل ښار د معیاري پراختیا په پار، یاد سړک د ۱۰۸۶ مترو په اوږدوالي او د ۱۴، ۱۶ او ۲۰ مترو په بېلابېلو پراخوالي سره، د پلو لارو، استنادي دیوالونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړوي چې، تر څو راتلونکو ورځو پورې به یې چارې په چټکۍ او دقت سره پیل شي