الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نیالګیو کینولو د کمپاین په اړه د چمتوالي غونډه ترسره شوه

30 دلو 1401

9345.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار په کچه د نیالګیو کینولو د کمپاین په اړه د چمتوالي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د زرغونتیا ریاست د مسئولانو په ګډون ترسره شوه. په یاده غونډه کې کابل ښاروال د نیالګیو کینولو کمپاین لپاره د زرغونتیا ریاست چمتوالی وستایه او ویې ویل چې، اړینه ده د کابل ښاروالۍ د مسئولانو ترڅنګ ښاریان هم د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه واخلي. نوموړي مسئولانو ته لارښونه وکړه چې، د تېرو کلونو په پرتله باید سږ کال د نیالګیو کینولو کمپاین په نوې بڼه هر څه ژر په لاره واچول شي. د کابل ښاروال په وینا، په هغه سیمو کې چې د زرغونتیا وړتیا لري د ناحیو له مسئولانو سره دې په ګډه بېلابېل نیالګي کینول شي، څو ورسره جوخت د کابل ښار په ښکلا او زرغونتیا کې ډیروالی راشي