د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل شمال- لودېځ نښلونکي سړک له مسیر څخه لېدنه وکړه

30 دلو 1401

9349.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تېره ورځ ناوخته د کابل- پروان  له لویې لارې تر قرغې سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو په موخه، د یاد سړک له مسیر څخه لیدنه وکړه.  کابل ښاروال اړوندو مسئولانو ته سپارښتنه وکړه څو هرڅه ژر د یاد سړک استملاکي چارې بشپړې کړي. نوموړي وویل چې، یاد سړک له ذاکرین ښارګوټي څخه د قمبر څلورلارې تر فامیلو پورې د ۷۶۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ متره پراخوالي سره د پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دیوالونو، ترافیکي دهلیزونو او نورو برخو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه جوړېږي. دا سړک چې د اوولسمې او پنځمې ناحېو ترمنځ جوړېږي، د کابل شمالي برخه له لودېځې برخې سره نښلوي. د دې نښلوونکي سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي او معیاري ودې ته زمینه برابره او ورسره جوخت به د کابل خیرخانې کوتل ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزې هوارې شي. کابل ښاروال له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې، د سړک جوړولو پروژو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي