الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې د ښکلا چارې پیل شوې

1 حوت 1401

9351.jpg (1820 × 1024)

د څلورلارو د بیارغونې او ښکلا چارو په لړ کې، د وزیرمحمد اکبرخان څلورلارې د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د خصوصي سکټور له هغه غړو چې، له کابل ښاروالۍ سره یې د ښاري ښکلا په پروګرام کې برخه اخیستې ده مننه وکړه. نوموړي د کابل ښاروالۍ د نویو پلانونو له پلي کولو هم خبر ورکړ او ویې ویل:  د ښار په کچه د ډېرو سیمو د ښاري ښکلا پروګرامونه ترلاس لاندې دي، چې یو پر بل پسې به پلي شي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا په خپلو خبرو کې وویل: د ښاري ښکلا په پروګرام کې د تاریخي او فرهنګي بڼو جوړول شامل دي چې تاریخي مخینې ته په کتو د معمارۍ د پخواني سبک سره سم جوړیږي. نوموړي وویل چې دا کار د دې لامل ګرځیدلی، څو خصوصي سکټور او ښاریان د ښار په ښکلا او آبادۍ کې خپله ملي او دیني دنده ادا کړي. ټاکل شوې ده د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست تر مدیریت لاندې د وزیرمحمد اکبرخان په څلورلارې کې د ( افغان یونایتد بانک) په مرسته د ۹ مترو په لوړوالي یو سمبول، چې په سر کې يې د ۲ متره په پلنوالي یو څراغ ډیزاین شوی دی په بنسټیزه توګه جوړ شي. په همدې توګه د یاد سمبول شاوخوا د اوبو فوارې، زرغونتیا، د کټارو نصب، درنګولو چارې او د جدولونو نصبول هم په پام کې نیول شوي دي چې، د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت به تر راتلونکو دوه میاشتو پورې جوړ شي