د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی شو

1 حوت 1401

9353.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون له لوري، ابن سینا روغتون ته مخامخ، د سینما پامیر سیمه او تر چنداول پورې د میوند واټ سړکونه له ښاري بې نظمیو پاک شول. ددغو عملیاتو په لړ کې هغه لیني موټر او ګرځنده پلورونکي، چې د لارې بندېدو سبب ګرځیدلي وو، تنظیم او ولیږدول شول. دغه راز د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو ته هم رسېدنه وشوه او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. هېڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي، څو په بېلابېلو پلمو ناقانونه فعالیتونه ترسره او ښاري نظم ګډوډ کړي. د یادونې وړ ده چې، له ښاري نظم وروسته د یادې سیمې نظافت ته هم پام شوی دی او له یادو سیمو څخه کثافات راټول او ځانګړو ځایونو ته لېږدول شوي دي