دکابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د پل سوخته سیمې د ښاري پروګرام له چارو لیدنه وکړه او په دې برخه کې یې مسئولانو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې. ښاغلي سجستاني د یادې سیمې وضعیت مثبت و ارزاوه او د مسئولانو له فعالیتونو څخه یې مننه وکړه. نوموړي د روښنایۍ څراغونو د نصب، رنګ چارو، د ښاري ښکلا په موخه د فرهنګي سمبولونو د نصب، د اوبو فوارو پر جوړولو او د زرغونتیا پر پراختیا ټینګار وکړ، څو په په یاده سیمه کې غوره بدلون رامنځته او په یوه خوندي او ښایسته ځای بدل شي
د پل سوخته سیمې د ښاري ښکلا پروګرام پراختیا مومي
2 حوت 1401