الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یادې ادارې له سلګونو مراجعینو سره ولیدل

3 حوت 1401

9357.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ،د ښاریانو د حقوقي، سیمه ییزو او نورو ستونزو د حل په موخه، د یادې ادارې له سلګونو مراجعینو سره ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال ځان د خلکو خادم وګاڼه او ډاډ یې ورکړ چې، د ښاریانو پر ځای او قانوني غوښتنو ته به رسېدنه وشي. نوموړي وویل چې، د اصلاحاتو او  اداري کارونو د پړاوونو  په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په هڅه کې دی څو ښاریانو ته اداري آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروال په وینا د کابل ښاروالۍ هېڅ مسئول حق نه لري، چې په بېلابېلو پلمو د ښاریانو قانوني کارونه وځنډوي او یا په دنده کې ناغیړي وکړي. نوموړي یو ځل بیا په مسئولانو غږ وکړ چې، د ښاریانو د حقونو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په برخو کې لا ډېره هڅه وکړي، ترڅو په اوسني وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته شي