له تنظیفي کارکوونکو سره د مرستې او د چاپېریال پاک ساتلو په موخه، د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یادې ناحیې د اوسیدونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې زرغونې سیمې، پلې لارې او سړکونه د کثافاتو له شتون څخه پاک شول. په دې ګډ کار کې د وزیرمحمد اکبرخان تپې زرغونه سیمه د زرغونتیا لپاره چمتو شوه، د نیالګیو کینولو لپاره ځایونه وکیندل شول او یو شمېر سړکونه هم جارو شول. د یادې ناحیې ګڼ شمېر اوسیدونکي له مسئولانو سره همغږي شوي او غواړي له دې لویې خدماتي ادارې سره د زرغونتیا او تنظیف په برخو کې مرسته وکړي. د لسمې ناحیې اوسیدونکو ژمنه وکړه چې، د غوره ښاري مدیریت په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره ملتیا کوي
د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو
3 حوت 1401