د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۲ کال د نیال کینولو کمپاین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو

3 حوت 1401

9361.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار دښېرازه توب او زرغونتیا په موخه، د ۱۴۰۲ کال د نیالګیو کینولو کمپاین د  روان کال کب میاشتې په دویمه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له خوا،  په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو، د مرکزي ادارو او ناحیو رئیسانو، ګذر وکیلانو او  ګڼ شمیرښاریانو هم  ګډون درلود، د وزیر محمد اکبرخان تپې پر سر د یوه نیالګي په کینولو سره پیل شو. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني  خبرې وکړې او ویې ویل: په ۱۴۰۲ کال کې به د کابل ښار په پارکونو ، زرغونو او تفریحي سیمو کې ( ۶ سوه زره) نیالګي او زینتي بوټي کینول شي نوموړي له ښاریانو هیله وکړه چې، د یادو نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او لږ تر لږه یو یو نیالګي کینوي او له هغه  څخه ساتنه او پالنه وکړي. همدا راز د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور بیا په خپلو خبرو کې له ګذر وکیلانو غوښتنه وکړه چې، خلک د نیالګیو کینولو او ساتنې ته وهڅوي، څو کابل ښار لا ښایسته او زرغون شي.  په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل بیا د اسلام له نظره د نیالګیو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او دنیالګيو کینول یې د خیر او ثواب کار وباله. په غونډه کې د کابل ښاریانو په استازیتوب جنرال محمد مبین د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې، د خلکو په مرسته به (۲۰ زره) نیالګي د کابل ښار په بېلابېلو سیموکې کینوي