الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

بُست څلورلارې ته د غځېدلو سړکونو د ګلدانونو بیا رغولو چارې روانې دي

3 حوت 1401

9363.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري له تایمنیو څلورلارې تر بُست او له بُست څلورلارې تر کارته پروان څلورلارې د ګلدانونو بیا رغولو چارې روانې دي. د بُست څلورلارې ګلدانونه پخوا د ښه مدیریت نشتون له کبله د قیر سړک پر سر جوړ شوي وو، چې دا کار د دې سبب ګرځیدلی وو څو د ګلدان نیالګي او ونې وده ونه کړي اوس مهال یې د خاورې بدلولو سربېره په یو شمېر برخو کې تر ګلدانونو لاندې قیر کیندل شوي دي څو د زرغونتیا د پراختیا لپاره چمتو شي. د یادو ګلدانونو د بیارغونې په چارو کې د یو شمېر ګلدانونو د بڼې بدلول، د کرنیزې خاورې بدلول او د نباتي بوټو د کینولو په موخه د ځمکې نرمول شامل دي