د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پل سوخته په سیمه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه مطبوعاتي کنفرانس ترسره شو

3 حوت 1401

9365.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارت له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د پل سوخته په سیمه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه خبري کنفرانس ترسره شو. د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي وویل چې، په پل سوخته سیمه کې د کابل له سیند څخه په ۲۵ کاري ورځو کې ۷۵۰۰ مټریک ټنه کثافات د کابل ښاروالۍ د زیارکښه تنظیفي کارکوونکو له خوا را ټول او ټاکل شوې ځای ته لیږدول شوي دي. د نوموړي په وینا په یاده سیمه کې تر کثافاتو لاندې لسګونه نا پېژانده جسدونه تر را ويستلو وروسته، د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو ریاست له لوري  تکفین او تدفین شوي دي. د ښاغلي بارکزي په وینا، په یاده سیمه کې د روږدو کسانو تر پاکولو وروسته ، ښاري نظم رامنځته شوی او د کټارو او جدولونو رنګ چارې او د پلولارو په تېږو فرش چارې پیل شوې، چې اوس هم دوام لري، څو د دې سیمې ښکلا ډیره او په یوه خوندي ښاري سیمه بدله شي. د کورنیو چارو وزارت ویاند مل پاسوال عبدالنافع ټکور او عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان هم په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل چې، د هېواد په کچه د روږدو کسانو د ټولولو بهیر روان دی او له پل سوخته سیمې راټول شوي کسان تر درملنې لاندې دي. دوی هیله وښوده چې، له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې ورسره ښاریان مرسته وکړي، څو ټولنه او هېواد د مخدره توکو له ګواښونو او زیانونو څخه وساتل شي په پای کې د یادو ادارو د استازو له لوري د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول