د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې شنې سیمې، پلې لارې او سړکونه له کثافاتو پاک شول

4 حوت 1401

9367.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون د پنځلسمې ناحیې اړوند غصب شوېو  شنو سیمو، پلولارو او ګڼو سړکونو کې د غاصبینو غیر قانوني تاسیسات یې له منځه وړي دي. د دې ناحیې نورو سرغړونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې له عامه ملکیتونو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي، له ښاري سیمو څخه دې خپل غیر قانوني  مواداو تاسیسات پاک او ولیږدوي همدا راز هټیوالو ته لارښوونه وشوه چې خپل توکي له هټۍ څخه د باندې ځای پر ځای نکړي ځکه، د پلو لارو د بندیدو لامل ګرځي.دوی ته سپارښتنه وشوه چې نیالګي دې کینوي. ددغو عملیاتو په لړکې د پنجصدفامیلو څلور لارې په سیمه کې، یو جریب ځمکه له خپل سرو غرفو او نورو غیر قانوني تاسیساتو څخه، چې د غاصبینو له خوا جوړ شوي وو، پاکه شوه. هیڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري چې له عامه ملکیتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي. په په پام کې ده چې، په راتلونکو ورځو کې به په دغه ناحیه کې ټولې غصب شوې  شنې سیمې بیرته راوګرځول شي ښه به دا وي چې ښاریان دې خپل غیر قانوني تاسیسات، چې په دولتي ځمکوکې یې په خپل سر جوړ کړي،ولیږدوي ، له دې پرته به له دوی سره جدي او قانوني چلند وشي