د اوومې ناحیې اړوندد چهلستون ماڼۍ تر څېرمه د سړک جوړولو د چارو لومړی پړاو د کابل ښاروالۍ له خوا پيل شو. دغه سړک چې، (۳۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره پراخوالی لري، د لښتیو، پلولارو ، ګلدانونو، د بایسکیل زغلولو کرښه او دبريښنا( روښنایي) سیستم په ګډون، د چهلستون او د پدولې پروژې د سړوکونو تر منځ ، د (۳۲) میلیونه افغانیو په لګښت، د (۶) میاشتو په بهیرکې، په اساسي او معیاري توګه جوړېږي. دغه سړک له اقتصادي اړخه د اهمیت وړ ده، چې په جوړیدو سره به یې له یوې خوا د سیمې په تېره د پدولې پروژې اوسیدونکو ته اړینې آسانتیاوې را منځته شي، او بل خوا به د هوا په پاکوالي او ترانسپورتي برخوکې ګټورې پایلې ولري.
د چهلستون ماڼۍ تر څېرمه د سړک جوړولو د چارو لومړی پړاو پيل شو
7 حوت 1401