الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ودانیزو پروژو د پلي کولو چارې بیا ځلي پیلیږي

7 حوت 1401

9373.jpg (1820 × 1024)

 د ځینو ودانیزو  پروژو په ځانګړې توګه د سړک جوړونې پروژو د پلي کولو چارې چې، د  ژمي دسړې هوا له امله ودرېدلې وې، بیا ځلي پیلیږي. د ودانیزو معیارونو په پام کې نیولوسره او د زیربنایي پروژو د ښه کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ مشرتابه څه موده وړاندې اړوندو مسوولانو ته سپارښتنه کړې وه، چې د هوا تر ښه کېدو پورې دې د قیر او کانکريټ  کولو چارې د لنډ وخت لپاره نه ترسره کوي. په پام کې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې د ګڼو پروژو دقیر او کانکریټ کولو چاروې پیل شي. له همدې امله کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې د پروژو د پلي کیدو پرمهال دې خنډونه نه جوړوي او له کابل ښاروالۍ سره دې مرسته وکړي