د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (۲۵۸۴) متر مربع سیمې د زرغونتیا چارې پېل شوې

7 حوت 1401

9375.jpg (1820 × 1024)

 د پنځه لسمې ناحیې اړوند پروان هوټل ته مخامخ د (۲۵۸۴) متر مربع سیمې د زرغونتیا چارې، په داسې حال کې چې، د پنځه لسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي او د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان هم حاضر وو، پېل شوې. د پنځه لسمې ناحیې رئیس په دې اړه وویل: دغه سیمه چې پخوا غصب شوې وه، د غیر قانوني او خپلسرو تاسیساتو له شتون څخه  ترپاکیدو وروسته یې د رغولو او زرغونتیا چارې پېل شوې دي. همدا راز د زرغونتیا ریاست مرستیال وویل چې، په دې سیمه کې د راز راز نیالګیو له کېنولو سربېره، چمن هم کرل کیږي تر څو په یوې ښکلې زرغونې سیمې بدله او د احاطې او کټارو د نصبولو چارې به یې هم ډېر ژر پېل شي شنې سیمې، عامه ملکیت دی او هیڅ حکمي او حقیقي شخص ته به اجازه ورنکړل شي چې  ناوړه ګټه ترې واخلي