د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

7 حوت 1401

9379.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت او د عامه تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د بندو لښتیو د پاکولو  چارې روانې دي. هیله کیږي څو، ښاریان په لښتیو او کانالونو کې کثافات، خاورې او خځلې ونه غورځوي، ځکه د دوی د دې کار له امله لښتي بندې او اوبه سړکونو ته راپورته کیږي، چې بیا د سړکونو د ژر ویجاړېدو لامل ګرځي. د روان کال د ژمي له پیل څخه تر اوسه سلګونه کیلو متره اصلي او فرعي لښتي له کثافاتو، خاورو او خټو څخه پاک شوي دي، خو له بده مرغه د ښاریانو د بې پروایۍ له امله بېرته بند شوي دي، چې د دوی د دې کار له امله د کابل ښاروالۍ خورا ډیرې مالي او بشري سرچینې د لښتیو په پاکولوکې مصرف کیږي. په لښتیو کې کثافات او د نورو بیکاره توکو اچول، لویه ښاري سرغړونه ده