الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په افغانستان کې د ترکیې هیواد د معارف بنسټ له رئیس سره ولیدل

7 حوت 1401

9383.jpg (1024 × 576)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، په افغانستان کې د ترکیې هیواد د معارف بنسټ له رئیس علي کاراګوز او ورسره پلاوي سره ولیدل. په دې لیدنه کې د دغه بنسټ تر پوښښ لاندې ښوونځیوکې د زرغونتیا او نیال کېنولو په اړه خبرې وشوې. کابل ښاروال وویل: هڅه کوي ترڅو کابل ښار ښکلی او لا زرغون شي. نوموړي زیاته کړه، اړینه ده چې د کابل ښار دزرغونتیا او ښکلا په نیت، دولتي ادارې او بنسټونه دنیالګیو کینولو په کمپاین کې په ګډون سره خپله ښاري او دیني دنده ترسره کړي. وروسته  په افغانستان کې د ترکیې هېواد د معارف بنسټ رئیس ژمنه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د نیالګیو کینولو کمپاین کې به برخه اخلي او په خپلو ښوونځیوکې به راز راز نیالګي کینوي دواړو خواوو د دوه اسلامي هیوادونو ( افغانستان او ترکیه) ترمنځ د تاریخي ګډ فرهنګ او دوستۍ څخه په قدر دانۍ یادونه وکړه