د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مرسل ګلانو دکینولو چارې پېل شوې

7 حوت 1401

9385.jpg (1024 × 576)

د نیالګیو کینولو د کمپاین پر دوام، د څلورمې ناحیې اړوند د بست په څلورلارې کې د مرسل ګلانو د کینولو چارې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا نن پېل او دغه لړۍ پراختیا مومي. د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، د ښار زرغونتیا او ښکلا لپاره، په پام کې ده چې د ښار په کچه، ګلدانونو، پارکونو او نورو ځانګړو سیموکې،(۲۰۰۰۰۰) بوټي د مرسل ګلان ، چې (۱۰۰۰۰) بوټي به یې د بست څلورلارې او مارکیټ ته د غځیدلو سړکونو منځ ګلدانونو او نور شاو خوا سیموکې کینول شي. د غه ګلان د یاد ریاست له قوریو( شنو خونو) څخه ترلاسه شوي دي. نوموړي له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې، د کابل ښار د زرغونتیا د پراختیا په موخه، اړینه ده چې هر ښاري د یوه یوه نیالګي په کینولو سره خپل ملي او دیني مسوولیت ادا او د نویو کینول شویو نیالګیو او نورو زینتي بوټو په ساتنه او پالنه کې، له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.