د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دجهان پارک د جوړولو طرحه وړاندې شوه

7 حوت 1401

9387.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یوولسمې ناحیې اړوند جهان پارک د جوړولو طرحه، چې د یوه خصوصي متشبث له خوا وړاندې شوې وه، و ارزوله او د لا بډاېنې په موخه یې خپل نظر شریک کړ. کابل ښاروال وویل چې، په پام کې ده د کابل ښار په شمالي برخه کې د جهان پارک، د کورني خصوصي سکټور په مرسته په یوه ملي او معیاري پارک بدل شي. دغه پارک چې،  (۱۲۵) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، پخوا ترې سمه ګټه نه پورته کېده او ځیني برخې یې غصب شوې وې. د هغه جغرافیایي موقعیت له مخې، چې دغه پارک یې لري، ډیر ژره به په یوه ملي او معیاري پارک او ښاریانو ته د تفریح کولو لپاره په یوه مناسب او خوندي ځای بدل شي له بلې خوا کابل ښاروالي به له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ ، د پانګې اچونې د ودې او له ښاري سیمو څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخو کې خپل پلانونه یو پر بل پسې پلي کړي