دشپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته او دارالامان تر منځ د غځیدلي سړک منځ ګلدان کې د سلهاوو نیالګیو په کینولو سره، د زرغونتیا د رئيس مولوي عبدالوکيل متوکل، د شپږمې ناحيې رئيس مولوي محمد ايوب ثابت، د شپږمې ناحيې د علماوو شورا غړو، ګذر وکيلانو او ځوانانو په ګډون د نيالګيو ايښودلو کمپاين، پيل شو. په هغو مراسمو کې چې، له همدې امله جوړ شوي وو، د زرغونتیا او د شنو ونو د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات ورکړل شول او د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل شول چې په دې ملي او دیني بهیرکې خپل رول ولوبوي. او له خلکو يې و غوښتل څو د دغه ګلدان نیالګیو ته پاملرنه وکړي
په شپږمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو
8 حوت 1401