د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د نیالګیو او ګلانو کېنولو چارې روانې دي

9 حوت 1401

9391.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د نیالګیو کېنولو د کمپاین پر دوام، د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مېنې او پنځمې امنیتي حوزې د سړک منځ ګلدانونوکې، نن د زرغونتیا ریاست له خوا سلګونه نیالګي او ګلان کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل چې، په راتلوونکو ورځو کې به له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ او د  دې ناحیې د نورو عمومي سړکونو د منځ ګلدانونوکې د نیالګیو او ګلانو د کېنولو چارې دوام ومومي او د نیالګېو له کېنولو سربېره به، د چمنونو کرل هم پېل شي. دزرغونتیا رئیس زیاته کړه چې،  په دې فصل کې د بیلا بیلو ناحېو اړوند د شنو سیمو د پراختیا په موخه، تابیاوې نیول شوې دي. همدا راز نوموړي له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې، د یوه ښایسته او زرغون کابل ښار د درلودلو په پار، دیوه نیالګي په کېنولو سره، له یوې خوا له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي او بل خوا به دوی خپله دیني او ملي دنده سرته ورسوي او له نویو کېنول شویو نیالګیو څخه دې په کلکه ساتنه او پالنه وکړي، ځکه کابل ښاروالۍ په یوازې توګه نه شي کولای د ښار ټولې سیمې زرغونې او له هغو څخه ساتنه وکړي.