کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له پل سوخته سیمې د لیدنې پر مهال د یادې سیمې د بیارغونې او ښکلا چارو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د پل سوخته سیمې د پاکۍ، ښاري نظم، د پله د بیارغونې، د کلتوري سمبولونو د جوړولو، د څراغونو د نصب، د ګلدانونو د زرغونتیا، رنګ چارو او د پلو لارو د جوړولو په اړه مسئولانو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال په یاده سیمه کې ترسره شوي فعالیتونه مثبت و ارزول او ویې ویل چې، د پل سوخته سیمې د بنسټیز بدلون لپاره ډیر کار ته اړتیا ده. نوموړي څرګنده کړه چې، پل سوخته سیمه به د غوره پروګرامونو پلي کولو پر بنسټ په یوه نمونموي او ښکلې سیمه بدله شي
کابل ښاروال له پل سوخته سیمې لیدنه وکړه
9 حوت 1401