د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې له سیمه ییزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

9 حوت 1401

9397.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تاسیساتو د ساتنې او د ښاري کلتور د دودولو او بډاینې په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت له لوري د شپاړلسمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او ګڼ شمیر اوسیدونکو سره د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې، ګذر وکیلان خپلو دندو او مسوولیتونو ترسره کولو ته وهڅول او ویې ویل چې، د نیالګیو کینولو موسم په را رسېدو سره ګذر وکیلان مکلف دي چې، ښاریان د نیالګیو کینولو ته وهڅوي. د نوموړي په وینا د نیالګیو کینول او ساتنه یې د ټولنیزې سوکالۍ رامنځته کولو سربېره، جاري صدقه او لوی اجر دی. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد د غونډې د موخو له بیانولو سربېره، ښاریان ګډ کار، د ښاري فرهنګ په پام کې نیولو او له کابل ښاروالۍ سره مرستې کولو ته وهڅول. د عامه پوهاوي په دې غونډه کې د شپاړلسمې ناحیې مرستیال مولوي احمد الله حقاني، د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس، یوشمېر دیني عالمانو ، ګذر وکیلانو او ځوانانو هم په وار خبرې وکړې او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر اړخیزې مرستې ژمنه وکړه. په غونډه کې د ښاري کلتور د بډاینې په موخه، یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې وړاندې شول، چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل