د دولسمې ناحيې اړوند ځینو سیموکې د یادې ناحیې دمسوولانو او ګڼ شمییر اوسیدنکو په ګډون، تنظیفي حشر ترسره شو، چې په ترڅ کې يې بېلابېلې سيمې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شوې. د دولسمې ناحيې رئیس مولوي سحرګل نقشبندي د حشر له ګډونوالو څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې ددې ناخیې سلګونه اوسیدونکي د مسوولانو تر څنګ ودرېدل او ښاري سيمې يې د کثافاتو له شتون څخه پاکې کړې. ښاغلي نقشبندي هيله څرګنده کړه، چې ښاريان بايد په ښاري سیموکې کې کثافات ونه وغورځوي، ځکه دا کار د کابل ښاروالۍ دتنظیفي کارکوونکو ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کوي
د دولسمې ناحيې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو
9 حوت 1401