د زومین بریالي خیریه بنسټ د کابل ښار د زرغونتیا په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنجصد فاميلیو د څلورم ګذر په پارک کې د ناجو (۳۰۰) ونې کېنولې. د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست مرستيال سراج الدين پټان د یاد بنسټ له مسئولانو مننه وکړه او ویې ویل، چې د ښار د زرغونتيا او سمسورتيا په نیت، له کابل ښاروالۍ سره د ټولو ادارو او بنسټونو مرستو ته جدي اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه چې، په دغه پارک کې به د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له خوا هم (٠٠٠ا) نيالګي او زينتي بوټي کېنول شي
د زومین بریالي خیریه بنسټ د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه واخیستله
10 حوت 1401