د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

10 حوت 1401

9404.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ښکلا او ښېرازۍ په موخه د څلورمې ناحیې په ۱۶ م ګذر کې د نیالګیو کینولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن په منصور، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون د یوه نیالګي په کینولو سره پیل شو. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال د نیالګیو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې، د نیالګیو په خړوب او ساتنه کې د ښاریانو مرستې ته جدي اړتیا لیدل کیږي. د نوموړي په وینا کابل ښاروالي به د خلکو په مرسته د نیالګیو د خړوب او ساتنې په برخه کې خپل پروګرامونه یو پر بل پسې پلي کړي، چې یو له هغو د لښتیو اوبو د تصفیې سیسټم دی، چې له کارول شویو اوبو څخه به د نیالګیو په خړوبولو کې ګټه واخیستل شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال ښاریان د نیالګیو کینولو ته وهڅول او ویې ویل چې، د نیالګیو کینول الهي امر دی او د انسانانو لپاره په ژوند کې ډیرې ګټې لري. په یادو مراسمو کې د څلورمې ناحیې د ۱۶م ګذر اوسېدونکو هم (۶۰۰) نیالګي په خپل پارک کې کینول، چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دوی دا نیک اقدام ستايي. د کابل ښار د ښکلا او ښېرازۍ لپاره باید هر ښاري لږ تر لږه یو نیالګی کینوي او ساتنه یې وکړي