الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښاریانو ستونزې واوریدې

10 حوت 1401

9406.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د سلګونو ښاریانو ستونزې واوریدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولانو ته لازمې سپارښتنې ورکړې. نوموړي يو ځل بيا ځان د خلکو خدمتګار وباله او ويې ويل چې ،کابل ښاروالۍ هڅه کوي ترڅو ښاريانو ته د هوسا او آرامه ژوند  زمینه برابره کړي، د دې ادارې مسوولان به په خپلو امکاناتو سره د ښاري چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي. کابل ښاریان په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ مراجعین د خپلو اسنادو په پړاونو کې د آسانتیاوو له رامنځته کیدو څخه دتېر  وخت په پرتله خوښ دي. د کابل ښاروالۍ مسوولان د ښاریانو قانوني کارونه له ځنډ پرته اجرا کوي. په تېرو وختونو کې د اداري فساد او په دندو کې د ناغېړۍ له امله، د کابل ښاروالۍ د مراجعینو کارونه هم ځنډول کیدل او هم یې ډیر وخت ضایع کیده