د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۲۰۰ ټولنیزو مرستو پروژه د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شوه

11 حوت 1401

9412.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار په کچه  د (۲۰۰) ټولنیزو مرستو پروژه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري د شلمې ناحیې اړوند د ۲۲ ګذر له خیرآباد چمن سیمې څخه پیل شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل چې، د ټولیزو مرستو دا پروژه د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې کیږي. د دې پروژې عمومي مسئولیت له (UNOPS) یا د ملگرو ملتونو د خدمتونو له ادارې سره دی او په سیمه کې د (Acted) نړیوالې موسسې له لوري د کابل ښار په ( ۲۰۰ ) بېلابېلو ګذرونو کې پلې کیږي. په هر ګذر کې به (۷۰ ) اړو او د لاس نیوي وړ کورنیو ته یو ځل ۱۲۰۰۰ افغانۍ ووېشل شي. کابل ښاروالي د یادو مرستو لپاره آسانتیاوې برابروي او د اړوند ناحیو، د جوماتونو د شوراګانو، (Acted) موسسې او اړوند ادارو له لوري په ګډه د لاس نیوي وړ کسان ټاکل کیږي. په ټوله کې له یادې پروژې (۱۴۰۰۰) کورنۍ برخمنې کیږي. دا مرستې له هغه کورنیو سره کیږي چې، سرپرستي یې د ښځو پر غاړه وي او یا یې د کورنۍ سرپرست، سپین ږیری، معلول، روږدی او یا ناروغ وي