الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د آریا ښارګوټي اوسېدونکو د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې برخه واخیسته

11 حوت 1401

9414.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په پار، د آریا ښارګوټي اوسېدونکو د (۴۰۰) نیالګیو په چمتو کولو کابل ښاروالۍ سره د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې برخه واخیسته، چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه یې دا نیک اقدام ستايي. چمتو شوي نیالګي د لسمې ناحیې د رئیس مولوي نورالوهاب، د کابل ښاریانو په استازيتوب جنرال مبین او د ياد ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري د هوايي ډګر سړک منځ ګلدان کې کېنول شول. د لسمې ناحیې رئیس وویل چې، له ادارو او خلکو سره په همغږۍ به د لسمې ناحیې اړوند زرغونو سیمو ته پراختیا ورکړي. جنرال مبین له ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه یو نیالګی کېنوي، ځکه د ښارونو پرمختګ، د ښاریانو په احساس او مرستو پورې تړلی دی