الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

۲۴۲۴۰ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفته خوراکي توکي راټول شول

11 حوت 1401

9416.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د مسئولانو له لوري د ښار په کچه له هټیو، لویو پلورونځیو او مالګدامونو د څارنې په پایله کې (۲۴۲۴۰) کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته خوراکي توکي له  راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولیږدول شول. په یادو توکو کې، شېدې، ملايي، نوشابه، چاکلیټ، وچ چای، پاپړ، صابون، د مینځلو مایع او یو شمېر لوډسپیکر چې د غږیزې ککړتیا سبب ګرځیدلي وو، شامل دي. کابل ښاروالي د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د توکو له نېټې او کیفیت سربېره د فعالیت کوونکو له حفظ الصحې هم څارنه کوي. هیله ده ښاریان د توکو پېرلو پرمهال نیټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي