الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

13 حوت 1401

9420.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې په کچه د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ریاستونو د رئیسانو، دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او د یادې ناحیې د ځوانانو په ګډون، کرهڼې وزارت ته څېرمه د نیالګیو په کینولو سره پیل شو. د دریمې ناحیې رئیس قاري قدرت الله آمین د کمپاین له ګډونوالو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې، له ادارو سره په همغږۍ او د ښاریانو په همکارۍ به د دریمې ناحیې زرغونې سیمې پراخه کړي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د نیالګیو کېنولو او د زرغونو سیمو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې، د نیالګیو په کېنولو او ساتنه کې ورسره ټول ښاریان باید همکار و اوسي. کابل ښاروالي به د نیالګیو د خړوب او ساتنې په برخه کې خپل پروګرامونه د ښاریانو په مرسته پلي کړي. د کمپاین ویناوالو هر یوه په خپل وار د نیالګیو کېنولو ته د ښاریانو هڅولو سربېره، نیالګي کینول الهي امر وباله او په وینا یې نیالګي د انسان په ژوند کې خورا ډیرې ګټې لري. د نیالګیو کېنولو دا فرصت باید له لاسه ورنه کړو او د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه باید هر ښاري یو نیالګی کېنوي او له هغه دوامداره ساتنه وکړي