د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم نوی رئیس وټاکل شو

13 حوت 1401

9422.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او دریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، انجینیر میرالرحمن په دویم بست کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو  دتنظیم او پروژو دنوی رئیس په توګه وټاکل شو او نن د کابل ښاروالۍ د ودانیزو او ښاري ترانسپورت دبرخې مرستیال انجینیر عامر یاسر او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو. په هغه مراسموکې، چې له همدې امله جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو او ښاري ترانسپورت دبرخې مرستیال خبرې وکړې او ویې ویل: د انجینیر میرالرحمن په ګمارلو سره به، د کیفیت او ټاکلي وخت له پلوه د ودانیزو پروژو په پلي کولو دپام وړ بدلون رامنځته شي. نوموړي په ریښتينولۍ سره ښاریانو ته د خدمت کولو پر اصل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، دنویو بنسټیزو پروژو له څرنګوالي څخه دې په دومداره او معیاري توګه څارنه وشي. کومې بنسټيزې پروژې چې، دبیت المال له بودجې څخه پلې کېږي، باید ضایع او له کیفیت پرته پلې نه شي. همدا راز د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رييس وويل، چې په دې بست کې د انجنير ميرالرحمن ټاکنه يو دقيق او مناسب انتخاب دى، ځکه د پروګرامونو د تنظیم او پروژو ریاست مسوولیت خورا مهم او ارزښتناک دی او دغه مسوولیت باید په ایمان دارۍ او ريښتينولۍ سره تر سره شي. وروسته انجینیر میرالرحمن په خپلو خبروکې د لا ښه خدمت کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د خپل ریاست د دندو د لایحې له مخې به په نه ستړې کیدونکو هلوځلو او ريښتینولۍ سره، د خپل مسوولیت او خپلې دندې په ترسره کولو کې ډیره هڅه وکړي