د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحيه کې د نيال کينولو کمپاين ترسره شو

13 حوت 1401

9424.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتيا په نيت او د نيال کينولو  دکمپاين پر دوام، د پنځلسمې ناحيې اړوند، دهوايي ډګر شمال خواته پروژه ((زرغون کمربند)) کې، په ټولنيزو او کلتوري چارو کې د کابل ښاروالۍ مرستيال مولوي حبيب الرحمن منصور له خوا، په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ د بيلا بيلو ادارو رييسانو، لوبغاړو ځوانانو او ګڼ شمير ښاريانو هم ګډون کړى وو، دنيالګيو کينولو کمپاين ترسره ش ٠ په دې مراسموکې د کابل ښاروالۍ مرستيال په خپلو خبرو کې، په دې کمپاين کې له ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او هغوى يې نيال کينولو ته و هڅول٠ نوموړي زياته کړه چې، د زرغونتيا د پراختيا او ديوه ښکلي او سمسور کابل ښار د درلودلو په پار، د ښاريانو ونډه ګټوره او جوړونکې ده٠ مولوي حبیب الرحمان منصور دا هم وويل چې، دکابل ښار د ښکلا او زرغونتيا په برخه کې ټول مسوولان او ښاريان مسووليت لري او د کابل ښاروالۍ مسوولان به د ښاريانو په مرسته، د کابل ښار زرغونتيا ته پراختيا ورکړي٠ همدا راز د پنځه لسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي او د زرغونتيا رياست مرستيال سراج الدين پټان ژمنه وکړه چې، ياده سيمه به په يوه ښکلې او تفريحي سيمه بدله کړي٠ د زرغونتيا رياست ګڼ شمېر پلانونه لري ، چې په بيلا بيلو پړاوونو کې به يې پلي کړي٠ له زرغونتيا پرته د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو ژوند له راز راز ستونزو سره مخ کېداى شي٠

په ياده سيمه کې ((١٠٠٠)) دانې نيالګي کېنول شول او هر نيالګى د پنځلسمې ناحيې په دفتر کې ثبت شو تر څ په راتلونکي کې له کېنول شويو نيالګيو څخه په سمه توګه څارنه وشي٠