د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

13 حوت 1401

9426.jpg (1820 × 1024)

د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د ( بریا او پرمختګ) په نوم د یوه نیالګي په کېنولو سره پیل شو. په یادو مراسمو کې چې لوړ پوړو دولتي چارواکو، لوبغاړو، د رسنیو استازو او ښاریانو پکې ګډون کړی وو، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د نیالګیو کېنولو او زرغونتیا په برخه کې د خپل ریاست د پلانونو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، د ښاریانو سره په همغږۍ به په نږدې راتلونکې کې د کابل ښار ښکلا او زرغونتیا پراخه کړي.  نوموړي د اسلام له نظره د نیالګیو کېنولو په ارزښت خبرې وکړې او دا کار یې په اسلام کې له اجر او ارزښت څخه ډک وباله.  د زرغونتیا رئیس وویل چې، کابل ښاروالي به د ۱۴۰۲ کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې (۶۰۰ زره) بېلابېل ډوله نیالګي او زینتي بوټي په کابل ښار کې کېنوي او یاد نیالګي د کابل هوا ته په کتو روزل شوي دي. نوموړي وویل چې کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو کمپاین د کب په دویمه نېټه رسماً پیل کړی دی او تر اوسه د ښار په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کېنول شوي دي. ښاغلي متوکل له ټولو هېوادوالو هېله وکړه چې، د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخه کې یو شي او په دې توګه خپله ملي او دیني دنده ادا کړي. ویناوالو هره یوه په خپل وار د زرغونو سیمو او ونو په ارزښت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د ونو او زرغونو سیمو په خړوب کې همکار و اوسي.  په یادو مراسمو کې د نادرخان تپې په سر د کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوي (۸۰۰) بېلابېل ډوله نیالګي د ګډونوالو له لوري کېنول شول او په نږدې ورځو کې به دا لړۍ نورو سیمو ته هم وغځول شي.