الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

پیوستون خیریه بنسټ د کابل ښاروال فعالیتونه وستایل

14 حوت 1401

9428.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د پلانونو په ښه توګه پلي کولو، په ځانګړې توګه په پل سوخته سیمه کې د غوره بدلون راوستو له امله د پیوستون خیریه بنسټ له لوري وستایل شو. د یاد بنسټ مشرتابه د کابل ښاروال غوره رهبري او هڅې د یوه ستاینلیک پر بنسټ وستایلې او نوموړي ته یې د عزت چپنه په اوږو کړه . دوی دغه راز شاوخوا (۲) ټنه ورېجې د کابل ښاروالۍ په تنظیفي کارکوونکو چې، د پل سوخته سیمې په پاکولو کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې ووېشلې. په همدې توګه د پنځمې ناحیې د مرستیال رفیع الله احمدزي فعالیتونه هم د ستاینې وړ وبلل شول او د یاد بنسټ له لوري په تقدیرنامه وستایل شو. کابل ښاروال ځان د خلکو خادم یاد کړ او یو ځل بیا یې د یادې ادارې د پروګرامونو او پلانونو په پلي کېدو کې د غوره هڅو ژمنه تازه کړه او ویې ویل چې، د کابل ښاریانو لپاره به د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي.نوموړي د یاد بنسټ له دې هېودانۍ مينې او احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د ښاریانو له لوري هڅونه موږ لا غوره خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو کوي