الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شهرنو پارک کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

14 حوت 1401

9430.jpg (1820 × 1024)

په شهرنو پارک کې د نیالګیو کېنولو کمپاین د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو او زرغونتیا ریاستونو له لوري د سرکس او تیاتر په نندارو او د نیالګیو په کېنولو سره ترسره شو. په یاد کمپاین کې چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو، لوبغاړو او ځوانانو ګډون کړی وو، د اسلام له نظره د نیالګیو کېنولو په ارزښت او د لوبغاړو په روغتیا او حفظ الصحه کې د زرغونو سیمو د رول په اړه خبرې وشوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، د تیاتر او سرکس نندارې، نیالګیو کېنولو ته د ښاریانو د هڅونې په موخه برابرې شوې دي د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، د شهرنو پارک زرغونتیا پراخه کیږي او د نیالګیو سربېره به پکې بېلابېل ډوله ګلان او زینتي بوټي کېنول شي او د چمن کرلو برخې ته به یې هم پاملرنه وشي