الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په عمومي بڼ کې د ښاري تشنابونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

15 حوت 1401

9432.jpg (1820 × 1024)

ښاري آسانتیاو ته د ښاریانو د لاس رسي په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په عمومي بڼ کې د (۱۲) ښاري تشنابونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دا تشنابونه د عصري او پر مختللو معیارونو په پام کې نیولو سره د فاضلاب څاه او روغتیايي سیسټم په ګدون، په بنسټیزه توګه له کابل ښاروالۍ څخه د ملاتړ پروژې په مالي مرسته جوړ شوي دي.  له یادو تشنابونو او نورو ښاري تاسیساتو څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه، او پاکوالي ته یې پاملرنه، د هر ښاري مسئولیت دی. په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په نورو برخو کې هم ښاري تشنابونه بیارغول شوي دي. د ښاريانو د غوښتنې او ټولنیزو اړتیاو پر بنسټ به په راتلونکې کې هم د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري تشنابونو جوړولو په اړه اقدام وشي. د یادولو وړ ده چې، د پغمان عمومي بڼ یوه لویه تفریحي سیمه ده، چې په دې وروستیوکې د یادې ناحیې د مسوولانو له خوا ډیره پاملرنه ورته شوې ده