د هوا په ښه کېدو سره د کابل ښار په کچه د سړکونو د داغ نیونې او بیارغونې چارې روانې دي. په وروستیو کې له ده افغانانو تر برکي او ترافیک څلورلارو د سړک داغونه نیول شوي او د پرمختللو ماشینونو په وسیله بیارغول شوی دی. له تخنیکي مطالعاتو وروسته هغه سړکونه چې د بیارغونې وړتیا لري یو پر بل پسې یې د بیارغونې چارې ترسره کیږي. دا کار د ښاري تاسیساتو او زیربناو د ساتنې په برخه کې له ارزښته ډک دی او له بل لوري د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی کوي
د ښار په کچه د سړکونو د بیارغونې او داغ نیونې چارې روانې دي
15 حوت 1401