د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې ۵۰۰۰ نیالګي کېنول شول

16 حوت 1401

9440.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه او د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خصوصي تنظیفي شرکتونو په مرسته (۵۰۰۰) او دغه راز د آریا ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري (۴۰۰) نیالګي د قلعه موسی تپې په لمن او د هوايي ډګر سړک په ګلدانونو کې کېنول شول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب د ښاریانو له دې نیک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د یادې ناحیې بېلابېلې سیمې به ښکلې او زرغونې شي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښار په ښېرازۍ او ښکلا کې د ښاریانو رول اړین او مهم دی او که چېرته ښاریان د خپلې سیمې په زرغونتیا کې برخه واخلي، ډیر ژر به د ښایسته او زرغون کابل شاهدان و اوسو. د خصوصي تنظیفي شرکتونو په استازیتوب ښاغلي نجیب الله عالمي خبرې وکړې او د لسمې ناحیې د اړوند سیمو په زرغون کولو کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې، کېنول شوي نیالګي به په منظمه توګه خړوب کړي او دوامداره ساتنه به ترې کوي