د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره شو

16 حوت 1401

9442.jpg (1024 × 576)

د نیالګیو کینولو د ملي کمپاین په لړکې، د اوومې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو کمپاین، د دغې ناحیې د رئیس مولوِي سراج الدین، د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي یاسر مختار، د علماوو شورا غړو، ګذر وکیلانو، ځوانانو، د حبیبیې لېسې استادانو ، زده کوونکو او ګڼ شمیر ښاریانو له خوا، د سلګونو نیالګیو په کېنولو سره پېل شو. په هغو مراسمو کې  چې له همدې امله جوړ شوي وو، یو شمیر ګډونوالو د شنو سیمو او ونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ټولو ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د نیالګیو په کینولو، ساتلو او پالنه کې برخه واخلي.  د اوومې ناحیې د خدماتو آمر سمیع الله فاتح وویل چې د یادې ناحیې اړوند د شنو سیمو په پراختیا کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي. همدا راز د حبیبیې لېسې مدیر الفت افغان په خپلو خبروکې ډاډ ورکړ چې، د دې لېسې استادان او زده کوونکي به د خپلې لېسې په انګړ کې له کېنول شویو نیالګیو څخه په دوامداره توګه ساتنه او پالنه کوي. د کابل ښار زرغونتیا یوازې د ښاروالۍ مسوولیت ندی، ټولو ادارو، بنسټونو او ښاریانو ته په کار ده څو په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي، ځکه زرغونتیا د ښاري ژوند په ټولو اړخونوکې د اهمیت وړ ده