د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

16 حوت 1401

9444.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت له لوري د ښاري موضوعاتو په اړه د غونډو پر دوام، د اوولسمې ناحیې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او  ګڼ شمیر اوسېدونکو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال ښاریان د ښاري اصولو او مقرراتو پام کې نېولو ته وهڅول او زیاته یې کړه چې، دکابل ښار په سمسورتیا، ښکلا او آبادۍ کې ټول ښاریان مسئولیت لري. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د ښاریانو د سوکالۍ او هوساینې لپاره ځاګړي پلانونه تر لاس لاندې لري چې، یو پر بل پسې به یې پلي کړي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد، په خپلو خبرو کې د ښاري فرهنګ په پام کې نیول یو اصل وباله او ښاریان یې د ښار سالم مدیریت ته را وبلل. ښاغلي زاهد زیاته کړه چې، ټول باید د یوه آباد او قانونمند ښار درلودلو لپاره اوږه په اوږه کار وکړو او په ښاري ژوند کې یې د اوبو، هوا او خاورې د ارزښت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.  د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس، یوشمیر دیني عالمان او ګذر وکیلان د غونډې نور ویناوال وو، چې هر یوه په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو  څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د غونډې په پای کې د ښاري فرهنګ په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل