د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ده افغانانو تر دهن باغ څلورلارې د سړک په منځني ګلدان کې ۵۰۰ مرسل ګلان کېنول شول

16 حوت 1401

9447.jpg (1820 × 1024)

له ده افغانانو تر دهن باغ څلورلارې د سړک په منځني ګلدان کې، ۵۰۰ د مرسل ګلانو بوټي، چې د یو شمېر ملي سوداګرو له لوري چمتو شوي وو، کېنول شول. د دویمې ناحیې رئیس مولوي شبیراحمد صابر وویل چې، له دغو کېنول شویو ګلانو څخه به په دوامداره توګه ساتنه او پالنه کیږي او له ښاریانو څخه یې وغوښتل چې، دوی هم په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د باغ بالا اړوند دهن نل پارک، قول آبچکان او د یادې ناحیې په نورو سیموکې به هم نیالګي او بېلابېل ډوله ګلان کېنول شي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، دیادې ناحیې په بېلابېلو برخو کې د زرګونو مرسل ګلانو او ډول ډول نیالګېو د کېنولو خبر ورکړ او ویې ویل چې، دویمه ناحیه د ښار له مرکزي ناحیو څخه ده چې، د زرغونو سیمو پراختیا ته به یې ډیره پاملرنه وشي.  د ښاغلي متوکل په وینا د نیالګیو کېنولو په روان موسم کې به د زرغونتیا ریاست له خوا، د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، ۶ سوه زره نیالګي او زینتي بوټي کېنول شي. نوموړي دا هم وویل چې، اړتیا  ده څو کابل ښاریان هم په خپلو کورنو،هټیو او  نورو ملکیتونو کې نیالګي کینوي او بیا ترې دوامداره ساتنه وکړي